Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحدید — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

الحدید • آیت نمبر 23 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


لِكَيْلَا تَأْسَوْا عَلَىٰ مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ 23
ترجمه:
لپاره د دې چې تاسو په هغه څه خفه نشئ چې له تاسو فوت شول او په هغه څه خوشاله نشئ چې تاسو ته هغه دركړل او الله نه خوښوي هېڅ كبرجن (او) فخر كوونكى الحدید ۵۷:۲۳
تفسیر:
او دغه د دې لپاره ای خلکو! ترڅو تاسې پر هغه څه غمجن نه شئ چې له لاسه مو ورکړي، او د دې لپاره چې پر هغو نعمتونو د ناز تر بريده خوشحاله نه شئ چې در کړي يې دي، پرته له شکه الله هيڅ کبرجن پر خلکو د هغه څه له امله وياړونکی نه خوښوي چې الله ورکړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحدید • آیت 22 راتلونکې الحدید • آیت 24