Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحدید — آیت 29 (پښتو) — ویډیو

الحدید • آیت نمبر 29 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


لِئَلَّا يَعْلَمَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَلَّا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَيْءٍ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ ۙ وَأَنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ 29
ترجمه:
د دې لپاره چې اهل كتاب (په دې) ښه پوه شي چې دوى د الله له فضله په هېڅ شي باندې قادر نه دي او دا چې بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله د ډېر لوى فضل والا دى الحدید ۵۷:۲۹
تفسیر:
او پرته له شکه تاسو لره مو خپله لويه پېرزوينه بيان کړه په هغه څو برابره بدله چې تاسو ته مو چمتو کړې ده اې مؤمنانو! ترڅو له يهودانو او نصاراوو پخواني د کتاب څښتنان پوه شي چې هغوی د الله له پېرزوينې په هيڅ هم توان نه لري داسې چې چاته وغواړي ور يې کړي او چاته چې وغواړي ترې ايساره يې کړي، او د دې لپاره چې هغوی پوه شي چې پېرزوينه د الله پاک په لاس کې ده له بندګانو يې چې چاته خوښه شي ورکوي يې، او الله د لويې پېرزوينې څښتن دی چې له بندګانو يې چاته وغواړي پرې ځانګړی کوي يې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحدید • آیت 28 راتلونکې المجادلة • آیت 1