Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحشر — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

الحشر • آیت نمبر 4 (ټولې 24 آيتونه) • پښتو


ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۖ وَمَنْ يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 4
ترجمه:
دا ځكه چې یقینًا دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى و او هغه څوك چې د الله مخالفت وكړي، نو بېشكه الله د ډېر سخت عذاب والا دى الحشر ۵۹:۴
تفسیر:
دا څه چې هغوی ته ورسېدل، ځکه ورته ورسېدل چې هغوی له الله سره دښمني کړې او د خپل کفر او ژمنې ماتولو له امله يې د هغه له رسول سره دښمني کړې ده، او څوک چې له الله سره دښمني کوي، نو بېشکه د الله عذاب ډېر سخت دی، چې د هغه سخت عذاب به ورته رسيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحشر • آیت 3 راتلونکې الحشر • آیت 5