Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 119 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 119 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَمَا لَكُمْ أَلَّا تَأْكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا لَيُضِلُّونَ بِأَهْوَائِهِمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِينَ 119
ترجمه:
او په تاسو څه دي چې له هغې (مذبوحې) څخه به خوراك نه كوئ چې په هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي او یقینًا هغه (الله) تاسو ته هغه څه واضح كړي دي چې پر تاسو يې حرام كړي دي، سِوا له هغه نه چې تاسو هغه ته مجبور كړى شئ، او بېشكه ډېر خلق، خامخا د خپلو خواهشاتو په ذرېعې سره، بې له پوهې نه (خلقو لره) ګمراه كوي، بېشكه ستا رب، هغه په زیاتي كوونكو ښه پوه دى الانعام ۶:۱۱۹
تفسیر:
څه شی منع کوي تاسو لره -ای مومنانو- د دې نه چې تاسو خوراک وکړئ د هغې مذبوحې نه چې د الله تعالی نوم پرې یاد شوی وي، او بیشکه الله تعالی تاسو ته بیان کړي هغه څه چې په تاسو یې حرام کړي، نو په تاسو یې پريښودل فرض دي، مګر که تاسو هغه ته د ضرورت په وجه محتاج شئ، نو ضرورت چې دی ممنوع شیان روا کوي، او یقینا ډیر د مشرکینو نه خامخا لرې کوي خپل تابعدار د حق نه د هغوی د فاسدو نظرونو په سبب د ناپوهۍ له وجې نه، ځکه چې دوی روا کوي هغه څه چې الله تعالی په دوی باندې حرام کړی د مردارې او نورو نه، او حراموي هغه څه چې دوی ته الله تعالی روا کړي د بحیرې (هغه اوښه چې غوږونه ورله پرې کوي کله چې معلوم تعداد بچې وزیږوي)، او وصیله (هغه اوښه چې کله پرلپسې دوه ښځینه بچي راوړي)، او حامې (هغه اوښ دی چې کله د هغه د شا نه معلوم تعداد اوښان پیداشي) او داسې نور، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- هغه ډیر پوهه دی په تیری کوونکی باندې د هغه د پولو نه، او خامخا به ورله د دوی د تیري کولو په وجه سزا ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 118 راتلونکې الانعام • آیت 120