Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 128 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 128 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ قَدِ اسْتَكْثَرْتُمْ مِنَ الْإِنْسِ ۖ وَقَالَ أَوْلِيَاؤُهُمْ مِنَ الْإِنْسِ رَبَّنَا اسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍ وَبَلَغْنَا أَجَلَنَا الَّذِي أَجَّلْتَ لَنَا ۚ قَالَ النَّارُ مَثْوَاكُمْ خَالِدِينَ فِيهَا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۗ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ 128
ترجمه:
او په هغې ورځ كې چې هغه به دوى ټول راجمع كړي (او ورته وبه وايي:) اى د پېریانو ډلې! یقینًا تاسو له انسانانو څخه ډېر راخپل (او بې لارې) كړل او د دوى هغه دوستان به، چې له انسانانو ځنې دي؛ ووايي: اى زمونږه ربه! زمونږه ځینو له ځینو نورو نه فايده واخيسته او مونږ هغې نېټې ته ورسېدو كومه چې تا زمونږ لپاره مقرر كړې وه، وبه وايي (دوى ته الله) ستاسو ځاى اور دى، چې په هغه كې به همېشه یئ مګر هغه چې الله وغواړي، بېشكه ستا رب ښه حكمت والا، ښه پوه دى الانعام ۶:۱۲۸
تفسیر:
او یاد کړه -ای پیغمبره- په کومه ورځ چې به الله تعالی راجمع کړي دوه وزن داره شیان د پیریانو او انسانانو نه، بیا به الله تعالی وفرمایې: ای د پیریانو ډلې، یقینا تاسو ډیر خلک ګمراه کړي و او د الله تعالی له لارې نه مو بند کړي و، او د دوی تابعداران به خپل رب ته په جواب کې ووایې: ای زمونږه ربه! فایدې اخیستلې وي هر یو زمونږ نه په خپل ملګري، نو پیرې فایده اخیستې وه د انسان نه د هغه د تابعدارۍ په وجه، او انسان فایده اخیستلې وه په حاصلولو د خپلو شهوتونو، او بیشکه مونږ راورسیدلو هغه نېټې ته چې تا مونږ لره مقرر کړې وه، نو دا ورځ د قیامت ده، الله تعالی به وفرمایې: د جهنم اور ستاسو د اوسیدو ځای دی چې تل به پکې یاست مګر چې الله تعالی وغواړي په اندازه د هغې زمانې چې دوی پکې د قبرونو نه راپاڅیږي تر ورتللو د دوی جهنم ته، نو دا هغه زمانه ده چې الله تعالی مستثنی کړې د دوی د همیشوالی نه په اور کې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- د حکمت والا دی په خپله اندازه او تدبیر کې، پوهه دی په خپلو بندګانو، او په هغه چا چې په دوی کې د عذاب مستحق وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 127 راتلونکې الانعام • آیت 129