او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى، كه چېرې هغه وغواړي (، نو) تاسو به بوځي او له تاسو وروسته به هغه (خلق) ځاى نیوونكي كړي چې يې وغواړي، لكه څنګه چې يې تاسو د بل قوم له اولادې نه پیدا كړئ الانعام ۶:۱۳۳ ⧉
تفسیر:
او ستا رب -ای پیغمبره- هغه بې حاجته دی د خپلو بندګانو نه، نو هغوی ته حاجت نه لري، او نه د هغوی بندګۍ ته ضرورت لري، او ضرر نشي ورکولی هغه ته کفر د دوی، او سره د بی حاجتۍ د الله تعالی د دوی نه بیا هم په دوی باندې مهربان دی، که چیرته وغواړي هلاکول ستاسې -ای نافرمانو بندګانو- نو ستاسو بیخ کندي به وکړي په عذاب سره د خپل طرف نه، او راپیدابه کړي ستاسو د هلاکولو نه وروسته هغه څوک چې الله تعالی یې غواړي د هغه چا نه چې په هغه ایمان راوړي او تابعداري یې کوي، لکه څرنګه چې یې تاسو پیدا کړي یاست د اولادې د بل قوم نه چې ستاسو نه مخکې وو.