Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 148 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 148 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ شَيْءٍ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ حَتَّىٰ ذَاقُوا بَأْسَنَا ۗ قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ مِنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا ۖ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ أَنْتُمْ إِلَّا تَخْرُصُونَ 148
ترجمه:
ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: ایا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يواځې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يواځې اټكل چلونكي یئ الانعام ۶:۱۴۸
تفسیر:
زر دی چې وبه وایې مشرکان دلیل نیوونکي د الله تعالی په اراده او تقدیر باندې په صحت د شرک کولو د دوی په الله تعالی باندې: که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې شرک ونه کړو مونږ او نه زمونږ پلاران په الله تعالی باندې نو مونږ به د هغه سره شرک نه و کړی، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ حرام نه کړو هغه څه چې مونږ حرام کړي وو په خپلو ځانونو نو مونږ به نه وی حرام کړي. او دوی د دې باطل دلیل په شان دروغ ویلي وو هغو کسانو چې د دوی نه مخکې وو په خپلو پیغمبرانو او داسې یې ویلی وو: که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ دې دوی دروغجن ونه ګڼو نو مونږ به دروغجن نه و ګڼلي، او دوی همیشه په دې خپلو دروغو باندې پاتي شو تر دې چې دوی وڅاکه عذاب زمونږ هغه چې مونږ په دوی باندې رالیږلي وو، ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: آیا شته دی ستاسو سره څه دلیل چې دلالت کوي په دې خبره چې بیشکه الله تعالی ستاسو نه په دې راضي و چې تاسو د هغه سره شریک وکړئ او تاسو حلال وګڼئ هغه څه چې په تاسو یې حرام کړي دي او تاسو حرام وګڼئ هغه څه چې حلال کړي یې دي؟ نو بس صرف د دې واقع کیدل ستاسو نه دلیل د رضامندۍ د الله تعالی ندی، یقینا تاسو په دې کار کې تابعداري نه کوئ مګر د ګمان، او یقینا ګمان فایده نه ورکوي د حق نه هیڅ شي، او نه یاستئ تاسو مګر دروغ ویونکي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 147 راتلونکې الانعام • آیت 149