Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 153 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 153 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَأَنَّ هَٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 153
ترجمه:
او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغه له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ الانعام ۶:۱۵۳
تفسیر:
او حرام کړي یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو تابعداري وکړئ د ګمراهۍ د لارو، بلکې لازم ده په تاسو باندې تابعداري د هغې سیده لارې د الله تعالی چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، او د ګمراهۍ لارې تاسو رسوي اختلاف ته او لرې والي ته د حق د لارې نه، دا تابعداري کول د الله تعالی د سیده لارې هغه څه دي چې تاسو ته پرې الله تعالی مضبوط حکم کړی؛ د دې لپاره چې شاید تاسو د هغه نه وویریږئ په عملي کولو د هغه څه چې هغه پرې امر کړی او په ځان ساتلو له هغه څه نه چې ترې یې منع کړي یاست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 152 راتلونکې الانعام • آیت 154