Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 36 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَ ۘ وَالْمَوْتَىٰ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ 36
ترجمه:
یقینًا همدا خبره ده چې هغه كسان (حق) قبلوي چې اوري، او (كافران مړي دي) مړي به الله راژوندې كوي، بیا به خاص د هغه په طرف ورګرځولى شي الانعام ۶:۳۶
تفسیر:
یقینا قبلوي ستا خبرې هغه چې تا پرې راتګ کړی هغه خلک چې خبرې اوري او پوهیږي پرې، او کافران (خو) مړه دي د هغوی هیڅ حیثیت نشته، ځکه چې د هغوی زړونه مړه شوي، او مړي به الله تعالی د قیامت په ورځ بیا راژوندي کړي، بیا به یوازې هغه ته وروګرځول شي د دې لپاره چې د هغوی په مخکنیو عملونو باندې بدلې ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 35 راتلونکې الانعام • آیت 37