Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 41 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


بَلْ إِيَّاهُ تَدْعُونَ فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِنْ شَاءَ وَتَنْسَوْنَ مَا تُشْرِكُونَ 41
ترجمه:
بلكې تاسو به خاص هغه بلئ، نو هغه به كه وغواړي هغه (تكلیف) لرې كړي د څه لپاره چې تاسو هغه بلئ او تاسو هغه هېروئ چې تاسو يې (له الله) سره شریكان جوړوئ الانعام ۶:۴۱
تفسیر:
حق خبره دا ده چې هغه مهال بيا له هغه الله پرته؛ چې پيداکړي يې ياست بل څوک نه رابولئ، ترڅو که هغه وغواړي مصيبت درڅخه لېرې کړي او ضررمو پورته کړي، همغه الله د دغه څښتن دی او پرې ځواکمن دی، خو کوم چې ستاسو معبودان دي چې له الله سره مو شريک کړي دي؛ نو هغه نه رابولئ، ځکه تاسې پوهېږئ چې هغه ګټه او توان نشي رسولای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 40 راتلونکې الانعام • آیت 42