Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 46 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ اللَّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ مَنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِهِ ۗ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ 46
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې الله ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې واخلي او ستاسو په زړونو باندې مهر ولګوي (، نو) له الله نه غير (بل څوك حق) معبود دى، چې دا تاسو ته (واپس) راوړي؟ ته وګوره، مونږه ایتونه څنګه قسما قسم بیانوو، بیا (هم) دوى مخ اړوي الانعام ۶:۴۶
تفسیر:
ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: خبر راکړئ ماته که الله تعالی تاسو کاڼه کړي په اخیستلو د غوږونو ستاسو، او ړانده کړي تاسو په اخیستلو د سترګو ستاسو، او مهر ولګوي ستاسو په زړونو، نو په هیڅ شي باندې به نه پوهیږئ؛ څوک دی معبود په ریښتیا سره چې راوړي تاسو ته هغه څه چې ستاسو څخه ورک شوي د دې اندامونو نه؟ فکر وکړه -ای پیغمبره- څرنګه مونږ دوی ته دلیلونه بیانوو، او دلیلونه ورته بدلوو رابدلوو، بیا هم دوی د هغه څخه مخ اړوي!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 45 راتلونکې الانعام • آیت 47