Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 54 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 54 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا جَاءَكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ ۖ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَىٰ نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۖ أَنَّهُ مَنْ عَمِلَ مِنْكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 54
ترجمه:
او كله چې تا ته هغه كسان راشي چې زمونږ په ایتونو ایمان لري، نو ته ووایه: په تاسو دې سلام وي، ستاسو رب په خپل ځان باندې مهرباني كول لیكلي (لازم كړي) دي، چې یقینًا شان دا دى څوك چې په تاسو كې په ناپوهۍ سره بدي وكړي، بیا له هغې نه پس توبه وباسي او اصلاح وكړي، نو بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى الانعام ۶:۵۴
تفسیر:
او کله چې راشي تاته -ای پیغمبره- هغه کسان چې تصدیق کوي زمونږ په آیتونو هغه چې شاهدي کوونکي دي په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، نو په هغوی باندې سلام واچوه د هغوی د احترام د وجې نه، او د الله تعالی په پراخه رحمت باندې ورته زیری ورکړه، نو یقینا لازم کړی الله تعالی په خپل ځان باندې رحمت واجبول د مهربانۍ له مخې، نو هر چا چې ستاسو نه څه ګناه وکړه د ناپوهۍ او کم عقلۍ په حال کې، بیا یې وروسته د هغه د کولو نه توبه وویستله، او خپل عمل یې برابر کړ، نو بیشکه الله تعالی بخښې ده ته هغه بدۍ چې ده کړي وي، نو بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چا ته چې توبه وباسي د هغه له بندګانو څخه، په هغوی باندې مهربانه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 53 راتلونکې الانعام • آیت 55