او خاص له هغه (الله) سره د غیبو چابیانې دي، يواځې هغه په دغو عالم دى او هغه عالم دى په هغه څه چې په وچه او سمندر كې دي، او هېڅ یوه پاڼه نه غورځېږي مګر هغه پرې عالم دى او د ځمكې په تیارو كې نه یوه دانه (پرېوځي) او نه لوند څیز او نه وچ مګر (دا ټول) په څرګند كتاب (لوح محفوظ) كې دي الانعام ۶:۵۹ ⧉
تفسیر:
او يوازې له الله سره د پټو زېرمې دي له هغه پرته څوک نه پرې پوهيږي، هغه پر ټولو هغه څارويو، نباتاتو او جماداتو پوهيږي چې په وچه کې دي او پر هغو څارويو، نباتاتو او جماداتو پوهيږي چې په درياب کې دي او هیڅ ځای له ونې يوه پاڼه نه رژېږي او نه په ځمکه کې يوه پټه دانه موندل کيږي، نه لوند او نه وچ موندل کيږي، مګر په څرګند کتاب؛ لوح محفوظ کې ثابت دي.