Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 61 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 61 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۖ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُمْ حَفَظَةً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لَا يُفَرِّطُونَ 61
ترجمه:
او هم هغه غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى، او پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) رالېږي، تر هغه پورې چې كله په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي (، نو) زمونږ استازي يې وفات كړي او هغوى هېڅ تقصیر (كمى) نه كوي الانعام ۶:۶۱
تفسیر:
او خاص الله تعالی غالب او زورور دی په خپلو بندګانو، ذلیلوونکی دی دوی لره، اوچت دی په دوی باندې له هر اړخه، هغه چې هر شی هغه ته عاجزي کوونکی دی، د خپلو بندګانو نه؛ پورته دی داسې پورته چې څنګه د هغه د لوی شان سره ښایې، او رالیږي په تاسو باندې -ای خلکو- ملایک عزتمندې چې ستاسو عملونه لیکې تر دې پورې چې ختمه شي نیټه مقرره د یو کس ستاسو نه په اخیستلو د روح د هغه د ملک الموت یا د هغه د ملګرو په واسطه، او دا ملایک کمی نه کوي په هغه حکم کې چې دوی ته شوی وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 60 راتلونکې الانعام • آیت 62