او كله چې ته هغه كسان ووینې چې زمونږ په ایتونوكې عبث بحثونه كوي، نو ته له هغوى نه مخ واړوه، تر دې چې دوى له دې نه په علاوه خبرو كې مشغول شي، او كه چېرې شیطان له تا نه (دا حكم) هېر كړي، نو له یادېدلو نه پس له ظالمو خلقو سره مه كېنه الانعام ۶:۶۸ ⧉
تفسیر:
او کله چې ووینې ته -ای پیغمبره- مشرکینو لره چې خبرې کوي زمونږ په آیتونو پسې په مسخرو او ټوکو ټکالو باندې، نو ته د دوی نه لرې شه تر دې چې دوی په نورو خبرو کې ورننوځي چې په هغو کې زمونږ په آیتونو پسې مسخرې او ټوکې نه وي، او که چیرته هیر کړي ستا څخه شیطان او ته د دوی سره کیناستلې، او بیا در په یاد شو نو په دغه وخت کې د دوی مجلس پریږده او د دې زیاتي کوونکو سره مه کینه.