Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 70 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 70 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَذَرِ الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَعِبًا وَلَهْوًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ وَذَكِّرْ بِهِ أَنْ تُبْسَلَ نَفْسٌ بِمَا كَسَبَتْ لَيْسَ لَهَا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ وَإِنْ تَعْدِلْ كُلَّ عَدْلٍ لَا يُؤْخَذْ مِنْهَا ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ أُبْسِلُوا بِمَا كَسَبُوا ۖ لَهُمْ شَرَابٌ مِنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ 70
ترجمه:
او ته هغه كسان پرېږده چې خپل دین يې لوبه او تماشه ګرځولى و او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) وو او ته په دې (قرآن) سره نصیحت كوه، چې كوم نفس د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك (نه) كړى شي، چې د هغه (نفس) لپاره له الله نه پرته نه څوك دوست شته او نه سفارشي او كه دا (نفس) فدیه وركړي، هر قسمه فدیه (، نو) دا به له هغه نه قبوله نه كړى شي، دا هغه كسان دي چې د خپلو كړو عملونو په سبب هلاك كړى شوي دي، د دوى لپاره ډېرې ګرمې اوبه څښاك دى او ډېر دردوونكى عذاب دى، په سبب د هغه كفر چې دوى به كاوه الانعام ۶:۷۰
تفسیر:
پرېږده اې رسوله! دغه مشرکان چې خپل دين يې لوب توکی او بېکاره شی ګرځولی دی، ملنډې پرې وهي او دنيوي ژوند يې دوکه کړي دي چې په هغو کې له منځه تلونکي ګټې دي او اې نبي! خلکو ته په قرآن نصيحت کوه، تردې چې هيڅوک د کړو ګناهونو له امله تباهۍ ته ونه لويږي چې له الله پرته کوم داسې ملاتړی هم ونه لري چې مرسته پرې وغواړي اونه کوم داسې سپارښتونکی وي چې د قيامت په ورځ يې ترې وساتي او کله چې د قيامت په ورځ هر ډول فديه ورکړي نه به ترې منل کيږي، همدوی دي چې د هغو کړو ګناهونو له امله يې د قيامت په ورځ ځانونه تباهۍ ته سپارلي دي، هغوی لره به سخت ګرم څښاک وي او د خپل کفر له امله به يې دردوونکې سزا وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 69 راتلونکې الانعام • آیت 71