Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الانعام — آیت 72 (پښتو) — ویډیو

الانعام • آیت نمبر 72 (ټولې 165 آيتونه) • پښتو


وَأَنْ أَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَاتَّقُوهُ ۚ وَهُوَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ 72
ترجمه:
او دا چې تاسو لمونځ قايموئ او له هغه (الله) نه وېرېږئ او دى همغه ذات دى چې خاص هغه ته به تاسو ورټولولى شئ الانعام ۶:۷۲
تفسیر:
او بیشکه مونږ ته یې امر کړی په اداء کولو د لمانځه په پوره طریقې سره، او مونږ ته یې امر کړی د الله تعالی په تقوی په عملي کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو سره له نواهیو څخه، نو هغه یواځې هغه ذات دی چې بندګان به ورته دقیامت په ورځ راجمع کړی شي د دې لپاره چې د هغوی په عملونو بدلې ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الانعام • آیت 71 راتلونکې الانعام • آیت 73