Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الممتحنة — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الممتحنة • آیت نمبر 5 (ټولې 13 آيتونه) • پښتو


رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 5
ترجمه:
اى زمونږه ربه! ته مونږ د كافران شویو خلقو لپاره (ځاى د) فتنې مه ګرځوه۔ او ته مونږ ته مغفرت وكړه اى زمونږ ربه! بېشكه هم دا ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې الممتحنة ۶۰:۵
تفسیر:
اې زموږ پالونکيه! موږ د هغه خلکو لپاره فتنه مه ګرځوه چې کفر يې کړی، داسې چې هغوی پر موږ مسلط کړې؛ نو بيا به وايي: که چېرې هغوی پر حقه وای؛ نو موږ به پر هغوی نه وای مسلط کړل شوي، اې زموږ پالونکيه موږ ته مو د ګناهونو بخښنه وکړه، بېشکه ته داسې برلاسی يې چې نه مغلوبه کېږې، په خپل مخلوق، شريعت او ځواک کې حکمت والا يې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الممتحنة • آیت 4 راتلونکې الممتحنة • آیت 6