Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الممتحنة — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

الممتحنة • آیت نمبر 7 (ټولې 13 آيتونه) • پښتو


عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً ۚ وَاللَّهُ قَدِيرٌ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 7
ترجمه:
امېد دى چې الله ستاسو په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې دوستي پیدا كړي چې تاسو ورسره دښمني كړې ده او الله ښه قادر دى، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى الممتحنة ۶۰:۷
تفسیر:
اې مؤمنانو! کېدای شي الله ستاسو او له کافرانو څخه د هغو کسانو ترمنځ چې دښمني مو وه ورسره، دوستي واچوي، په داسې ډول چې الله به يې اسلام ته لارښوونه وکړي، چې په دين کې به ستاسو وروڼه شي، او الله ځواکمن دی کولای شي چې د هغوی زړونه ايمان ته واړوي، او الله له خپلو بندګانو د هغه چا بخښونکی دی چې توبه ورته وباسي، او پر هغوی مهربان دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الممتحنة • آیت 6 راتلونکې الممتحنة • آیت 8