Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الممتحنة — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

الممتحنة • آیت نمبر 9 (ټولې 13 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَىٰ إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ 9
ترجمه:
بېشكه الله تاسو يواځې له هغو كسانو نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو نه ایستلي یئ او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مدد كړى دى، دا چې تاسو له دوى سره دوستي وكړئ او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو هم دغه كسان ظالمان دي الممتحنة ۶۰:۹
تفسیر:
الله يوازې تاسې له هغو کسانو څخه ايساروي چې ستاسو د ايمان له امله ستاسو سره جنګېدلي دي او تاسو يې له خپلو کورنو څخه اېستلي ياست او ستاسو په اېستلو کې يې مرسته کړې ده، له دې څخه مو ايساروي چې له هغوی سره دوستي وکړئ، او له تاسو څخه چې څوک له هغوی سره دوستي کوي، نو همدوی پر ځانونو د تباهۍ ځايونو ته په ښکته کولو سره ظلم کوونکي دي، د الله له امره د سرغړونې له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الممتحنة • آیت 8 راتلونکې الممتحنة • آیت 10