Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الصف — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الصف • آیت نمبر 5 (ټولې 14 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِي وَقَدْ تَعْلَمُونَ أَنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ ۖ فَلَمَّا زَاغُوا أَزَاغَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ 5
ترجمه:
او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته ولې ضرر رارسوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ چې یقینًا زه تاسو ته د الله رسول یم۔، نو كله چې دوى (د الله له حكم نه) كاږه شول، نوالله د دوى زړونه كاږه كړل۔ او الله نافرمانه قوم ته هدایت نه كوي الصف ۶۱:۵
تفسیر:
اې رسوله! در په ياد کړه، کله چې موسی خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! ولې زما د امر په نه منلو ما ځوروئ حال داچې تاسې پوهېږئ چې زه تاسو ته د الله رسول يم؟! کله چې هغوی له حق څخه واوښتل او کاږه شول، الله يې زړونه له حق او سمې لارې څخه کاږه کړل، او الله له خپلې پيروۍ څخه وتلي قوم ته د حق توفيق نه ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الصف • آیت 4 راتلونکې الصف • آیت 6