Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجمعة — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الجمعة • آیت نمبر 5 (ټولې 11 آيتونه) • پښتو


مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ۚ بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ 5
ترجمه:
د هغو كسانو حال چې په هغوى باندې تورات وربار كړى شوى و (د تورات مكلف كړى شوي وو)، بیا دوى هغه پورته نه كړ؛ د هغه خره د حال په شان دى چې كتابونه يې په شا كړي وي، د هغو كسانو بد مثال (حال) دى چې د الله د ایتونو تكذیب كوي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي الجمعة ۶۲:۵
تفسیر:
هغه يهود چې پر تورات په عمل کولو مکلف کړل شوي وو بيا يې هغه څه پرېښودل چې پرې مکلف کړل شوي وو د هغوی بېلګه داسې ده لکه خر چې لوی کتابونه وړي، پردې نه پوهيږي چې څه شی پرې بار دی: ايا هغه کتابونه دي او که بل څه دي؛ د هغه قوم بېلګه ډېره بده ده چې د الله ايتونه درواغ ګڼي، او الله ظالم قوم ته حق ته د رسېدلو توفيق نه ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجمعة • آیت 4 راتلونکې الجمعة • آیت 6