Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التغابن — آیت 1 (پښتو) — ویډیو

التغابن • آیت نمبر 1 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 1
ترجمه:
د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى التغابن ۶۴:۱
تفسیر:
ټول هغه څه چې په اسمانونو او څه چې په زمکه کې له مخلوقاتو څخه دي د الله پاکي او سپېڅلتیا له هغو صفتونو څخه بيانوي چې له هغه سره نه ښايي، يوازې هغه لره پاچايي ده، له هغه پرته بل پاچا نشته، او يوازې هغه لره ښکلې ستاينه ده، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المنافقون • آیت 11 راتلونکې التغابن • آیت 2