Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التغابن — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

التغابن • آیت نمبر 14 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ ۚ وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 14
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ستاسو په ښځو او اولادونو كې ځينې ستاسو دښمنان دي، نو تاسو له دوى نه محتاط اوسئ او كه چېرې تاسو معافي وكړئ او تېر شئ او بخښنه وكړئ، نو بېشكه چې الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى التغابن ۶۴:۱۴
تفسیر:
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، پرته له شکه ستاسو له مېرمنو او اولادونو څخه ځينې ستاسو لپاره دښمنان دي، ځکه هغوی مو د الله له ياده او د هغه په لار کې له جهاده بوختوي او ترې راګرځوي مو، نو ترې وډارشئ چې اغېز در پکې وکړي، او که تاسو د هغوی له تېروتنو تېر شئ، مخ ترې واړوئ او پر هغوی پرده واچوئ؛ نو پرته له شکه الله تاسو ته ستاسو د ګناهونو بخښنه کوي او درباندې رحميږي او جزا د عمل له جنسه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التغابن • آیت 13 راتلونکې التغابن • آیت 15