Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التغابن — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

التغابن • آیت نمبر 16 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنْفِقُوا خَيْرًا لِأَنْفُسِكُمْ ۗ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ 16
ترجمه:
نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ او واورئ او اطاعت وكړئ او انفاق كوئ۔، (دا به) ستاسو د ځانونو لپاره خیر وي۔ او هغه څوك چې د خپل نفس له د بخیلۍ نه وساتل شو، نو هم دغه خلق كامیاب دي التغابن ۶۴:۱۶
تفسیر:
له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او څومره چې د هغه پيروۍ ته په لار موندلو توانېږئ له نواهيوو په ډډه کولو ووېرېږئ، خبره واورئ او د الله او د هغه د رسول پيروي وکړئ، او هغه مالونه چې الله روزي درکړي د خير په لارو کې ولګوئ او الله چې څوک د نفس له حرص څخه يې وساتي؛ نو همدوی پر هغه څه بريالي دي چې غواړي يې او له هغه څه ژغورونکي دي چې ترې وېريږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التغابن • آیت 15 راتلونکې التغابن • آیت 17