Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الطلاق — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

الطلاق • آیت نمبر 8 (ټولې 12 آيتونه) • پښتو


وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ عَتَتْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهَا وَرُسُلِهِ فَحَاسَبْنَاهَا حِسَابًا شَدِيدًا وَعَذَّبْنَاهَا عَذَابًا نُكْرًا 8
ترجمه:
او ډېر كلي وو چې د خپل رب او د هغه د رسولانو له حكم نه يې سركشي كړې وه، نو مونږ له هغوى سره حساب وكړ، ډېر سخت حساب كول۔ او مونږ هغوى ته عذاب وركړ ډېر ناكاره عذاب وركول الطلاق ۶۵:۸
تفسیر:
او ډېری هغه کلي چې د خپل پالونکي او د هغه د رسولانو عليهم السلام له امر يې سرغړونه وکړه، له هغوی سره مو د هغوی د بدو کړنو په اړه سخت حساب وکړ، او په دنيا او آخرت کې مو هغوی ته سخت عذاب ورکړ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الطلاق • آیت 7 راتلونکې الطلاق • آیت 9