او تاسو خپله خبره پټه وكړئ، یا تاسو هغه ښكاره وكړئ، بېشكه هغه (الله) د سینو په پټو خبرو هم ښه عالم دى الملك ۶۷:۱۳ ⧉
تفسیر:
اې خلکو! خبرې مو که پټې کوئ او که يې ښکاره کوئ، الله پرې پوهيږي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه ښه پوه دی چې د بندګانو په زړونو کې يې دي، پر هغه له دغه څخه هيڅ هم نه پټيږي.