Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الملك — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

الملك • آیت نمبر 19 (ټولې 30 آيتونه) • پښتو


أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ ۚ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَٰنُ ۚ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ بَصِيرٌ 19
ترجمه:
او ایا دوى د خپل (سر) له پاسه مرغانو ته نه دي كتلي، په داسې حال كې چې خپل وزرونه پرانستونكي وي او ټولوي يې، دوى (له پرېوتلو نه) نه راټینګوي مګر رحمن ذات، بېشكه هغه هر شي لره ښه ليدونكى دى الملك ۶۷:۱۹
تفسیر:
آيا دغو درواغ ګڼونکو خپل له پاسه داسې مرغان نه دي ليدلي چې د الوتلو پر مهال يوځل خپل وزرونه غوړوي او بيا يې ټولوي، او پر ځمکه له لوېدو يې له الله پرته بل څوک نه نيسي، بېشکه هغه د هر څه ليدونکی دی، هيڅ هم نه ترې پټيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الملك • آیت 18 راتلونکې الملك • آیت 20