ته (دوى ته) ووایه چې دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص ده ته به تاسو ورجمع كولى شئ الملك ۶۷:۲۴ ⧉
تفسیر:
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې په ځمکه کې خواره واره کړئ، نه ستاسو هغه بوتان چې هيڅ يې هم نه دي پيداکړي، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته د حساب او بدلې لپاره ورټولول کېږئ، نه ستاسو بوتانو ته، نو له هغه ووېرېږئ او يوازې هغه ولمانځئ.