Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الملك — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

الملك • آیت نمبر 28 (ټولې 30 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَهْلَكَنِيَ اللَّهُ وَمَنْ مَعِيَ أَوْ رَحِمَنَا فَمَنْ يُجِيرُ الْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ 28
ترجمه:
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې الله ما او هغه كسان چې زما سره دي، هلاك (او مړه) كړي، یا پر مونږ رحم وكړي، نو څوك دى چې كافران به له ډېر دردونكي عذاب نه بچ كړي؟ الملك ۶۷:۲۸
تفسیر:
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته پر هغوی د استنکار (بدګڼلو) په ډول ووايه: خبر راکړئ که الله ما مړ کړي او څوک چې له مؤمنانو را سره دي هغوی هم مړه کړي او يا را باندې ورحميږي، چې نېټې مو وروسته کړي؛ نو څوک به کافران له دردوونکې سزا څخه وژغوري، هيڅوک به يې هم هيڅکله ونه شي ژغورلای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الملك • آیت 27 راتلونکې الملك • آیت 29