دوى به وايي: ولې نه! یقینًا مونږ ته وېروونكى راغلى و، پس مونږ (د هغه) تكذیب وكړ (هغه مو دروغجن وګاڼه) او مونږ وویل چې الله هېڅ شى هم نه دى نازل كړى۔، نه یئ تاسو مګر په ډېره لویه ګمراهۍ كې الملك ۶۷:۹ ⧉
تفسیر:
او کافرانو وويل: ولې نه، موږ ته رسول راغی چې د الله له عذابه يې وېرولو، خو موږ درواغجن وګڼلو، او ورته ومو ويل: الله هيڅ وحي نه ده را نازله کړې، او اې رسولانو! تاسې يوازې له حقه په لويه لارورکۍ کې ياست.