Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القلم — آیت 48 (پښتو) — ویډیو

القلم • آیت نمبر 48 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوتِ إِذْ نَادَىٰ وَهُوَ مَكْظُومٌ 48
ترجمه:
نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او د كب (مهي) والا (يونس) په شان مه كېږه، كله چې ده اواز وكړ، په داسې حال كې چې له غم نه ډك و القلم ۶۸:۴۸
تفسیر:
اې رسوله! صبر کوه د هغه څه لپاره چې د مهلت په ورکولو ستا پالونکی کومه پرېکړه کوي، اوله خپل قومه په تنګۍ کې د ماهي (کب) والا يونس عليه السلام غوندې مه کېږه؛ کله يې چې خپل پالونکی را وبللو په داسې حال کې د درياب په تيارو او د ماهي د خېټې په تيارو کې غمګين و.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القلم • آیت 47 راتلونکې القلم • آیت 49