او خپل لاس يې راوښكه، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپین و الاعراف ۷:۱۰۸ ⧉
تفسیر:
او خپل لاس یې راوویست او ښکاره یې کړ د خپل ګریوان له طرفه د خپلې سینې او یا د خپل تخرګ نه؛ نو تک سپین راووته چې برګی مرض پرې نه و، پړقیده لیدونکو ته د ډیر سپینوالي له وجې نه.