Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 11 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ لَمْ يَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ 11
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ تاسو پیدا كړئ، بیا مو ستاسو صورتونه جوړ كړل، بیا مونږ ملايكو ته وویل: د ادم لپاره سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه سِوا له ابلیس نه، هغه له سجده كوونكو څخه نه و الاعراف ۷:۱۱
تفسیر:
او یقینا مونږ پیداکړی و -ای خلکو- ستاسو پلار ادم -علیه السلام-، بیا مو جوړ کړی و هغه لره په ښایسته شکل کې، او ښایسته مو برابر کړی و، بیا مو ملایکو ته امر کړی و هغه ته په سجدې کولو د هغه د احترام د وجې نه، نو هغوی د الله تعالی حکم ومانه او سجده یې وکړه، لیکن ابلیس انکار وکړ د دې نه چې سجده دې وکړي د لویۍ او عناد له وجې نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 10 راتلونکې الاعراف • آیت 12