نو مونږه په دوى باندې (وار په وار) طوفان، او ملخان او سپږې او چیندخې او وینه راولېږله، چې بېلې بېلې نښې وې، بيا هم هغوى تكبر وكړ او هغوى مجرم قوم وو الاعراف ۷:۱۳۳ ⧉
تفسیر:
نو مونږ په دوی باندې ډیرې اوبه راولیږلې چې دا سزا وه د دوی لپاره د دوی د دروغجن والي او ضد له وجې، نو د دوی فصلونه او میوې یې تباه کړې، او په دوی مو ملخان راولیږل نو د دوی کښت او فصلونه یې وخوړل، او په دوی مو واړه شانته حشره راولیږله چې سپږه ورته وایې چې فصلونو ته ضرر رسوي او یا انسان ته د هغه په ویښتو کې ضرر رسوي، او په دوی مو چونګښې راولیږلې نو د دوی لوښې ډک شول، او د دوی خوراکونه خراب شول، او دوی بې خوبه شول، او په دوی مو وینې راولیږلی نو د دوی د کوهیانو او ویالو اوبه وینې شوې، دا ټولې ښکاره شوې معجزې مو جدا جدا یو بل پسې راولیږلې، او سره د دې نه چې دوی ته کوم عذابونه ورسیدل دوی بیا هم په الله تعالی د ایمان راوړلو او د موسی په خبرو باندې د تصدیق کولو نه لویې وکړه، او دوی داسې یو قوم و چې ګناهونه به یې کول، او د باطل څخه به یې ډډه نه کوله، او د حق طرف ته نه تلل.