Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 140 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 140 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قَالَ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِيكُمْ إِلَٰهًا وَهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ 140
ترجمه:
(موسٰی) وویل: ایا زه تاسو ته له الله نه سِوا معبود ولټوم، حال دا چې هغه (الله) تاسو په عالمونو باندې غوره كړي یئ الاعراف ۷:۱۴۰
تفسیر:
موسی -علیه السلام- خپل قوم ته وویل: ای زما قومه! زه څرنګه تاسو لره پرته له الله تعالی نه بل څوک حقدار د بندګۍ ولټوم چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي وکړئ، او حال دا چې تاسو لیدلي د هغه د غټو معجزاتو نه هغه چې تاسو لیدلي، او هغه پاک او لوی ذات تاسو غوره کړي یاست په مخلوقاتو د خپلې زمانې د هغو نعمتونو له وجې نه چې په تاسو یې کړي د هلاکولو د دښمن ستاسو نه، او وارثان ګرځول تاسو لره په ځمکه کې، او طاقت او قدرت درکول تاسو لره په دې ځمکه کې؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 139 راتلونکې الاعراف • آیت 141