Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 145 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 145 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الْأَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْعِظَةً وَتَفْصِيلًا لِكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا بِأَحْسَنِهَا ۚ سَأُرِيكُمْ دَارَ الْفَاسِقِينَ 145
ترجمه:
او مونږ د هغه لپاره په تختیو كې له هر شي نه نصیحت او د هر شي تفصیل ولیكه، نو ته دا په قوت سره ونیسه او خپل قوم ته حكم وكړه چې د دې په غوره (احكامو) عمل وكړي، ژر به زه تاسو ته د فاسقانو استوګنه وښیم الاعراف ۷:۱۴۵
تفسیر:
او لیکلي و مونږ موسی -علیه السلام- لره په تختو د لرګیو یا نورو شیانو کې د هر هغه شي نه چې بني اسرایېلو ورته ضرورت لرلو د دیني او دنیوي کارونو نه؛ پند و د هغه چا لپاره چې پند یې اخیسته د دوی نه، او تفصیل و د هغو احکامو چې تفصیل ته یې ضرورت درلوده، نو ونیسه دا تورات -ای موسی- په مضبوط نیولو سره او کوشش کولو سره، او حکم وکړه خپل قوم بني اسرایېلو ته چې عمل وکړي په خایسته د هغه نه چې په دې کې دي د هغه نه چې ثواب یې ډیر وي لکه د حکم کړی شوي کار کول په پوره طریقې سره، او لکه صبر او بخښنه کول، خامخا زه به وښايم تاسو ته اخري انجام د هغه چا چې زما د حکم مخالفت یې کړی، او زما د تابعدارۍ نه وتلی، او هغه چې دا به ورته رسیږي د هلاکت او تباهۍ نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 144 راتلونکې الاعراف • آیت 146