Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 158 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 158 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ 158
ترجمه:
ته ووایه: اى خلقو! بېشكه زه ستاسو د ټولو په طرف د الله (رالېږل شوى) رسول یم، هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، ژوندي كول كوي او مرګ وركوي، نو تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې په الله او د هغه په كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ الاعراف ۷:۱۵۸
تفسیر:
ووایه -ای پیغمبره-: ای خلکو! بیشکه زه تاسو ټولو عربو او عجمو ته د الله تعالی استازی یم، د هغه الله تعالی چې خاص هغه لره بادشاهي د اسمانونو ده، او خاص هغه لره بادشاهي د ځمکې ده، نشته څوک حقدار د بندګۍ په حقه سره پرته له هغه پاک ذات نه، مړي ژوندي کوي، او ژوندې مړه کوي، نو -ای خلکو- تاسو په الله تعالی ایمان راوړئ، او ایمان راوړئ پر محمد -صلی الله علیه وسلم- داسې پیغمبر دی چې لوستل او لیکل نشي کولی، بلکې د خپل رب له طرف نه یې وحي راوړې، داسې پیغمبر دی چې ایمان لري په الله تعالی، او ایمان لري په هغې وحي چې ده ته راغلې او په هغه کتابونو چې د دې نه په مخکې پیغمبرانو راغلي ده پرته له فرق کولو نه په دوی کې، او تاسو د هغه تابعداري وکړئ په هغې وحي کې چې ده ته د هغه د رب د طرف نه راغلې؛ په دې امید چې تاسو روان شئ هغې لارې ته چې ستاسو د دنیا او اخرت ښېګڼه پکې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 157 راتلونکې الاعراف • آیت 159