Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 165 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 165 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنْجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ 165
ترجمه:
نو كله چې دوى هغه (دین) پرېښوده چې په هغه سره ورته نصیحت شوى و، مونږ هغو كسانو ته نجات وركړ چې له بدۍ نه يې منع كوله او په ډېر سخت عذاب سره مو هغه كسان راونیول چې ظلم يې كړى و، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله الاعراف ۷:۱۶۵
تفسیر:
نو پس هر کله چې نافرمانو خلکو مخ واړاوه د هغه پند نه چې دوی ته نصیحت کوونکو کړی و او د خپل کار څخه منع نه شو، مونږ هغه چاته د عذاب نه نجات ورکړ چې له بدیو نه یې خلک منع کول او راومونیول هغو کسانو لره چې ظلم یې کړی و په تیرې کولو سره په ښکار باندې د خالي (شنبې) په ورځ په سخت عذاب سره لدې وجې نه چې دوی د الله تعالی د تابعدارۍ څخه وتلي وو او د دوی د همیشوالي له وجې نه په ګناه باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 164 راتلونکې الاعراف • آیت 166