Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 17 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ لَآتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ ۖ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ 17
ترجمه:
بیا به خامخا لازمًا زه دوى ته راځم د دوى له مخې نه او د دوى له شا نه او د دوى له ښیو اړخونو نه او چپو اړخونو نه او ته به د دوى اكثره شكر ګذاره ونه مومې الاعراف ۷:۱۷
تفسیر:
بیا به زه راځم دوی ته د هر طرف نه د دې لپاره چې د اخرت څخه یې بې رغبته کړم، او د دنیا رغبت ورته ورکړم، او شبهې به ورته اچوم، او خواهشات به ورته خایسته کوم، او ته به نه مومې ډیر د دوی نه شکر کوونکي تا لره؛ د هغه کفر له وجې نه چې زه یې په دوی باندې بیانوم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 16 راتلونکې الاعراف • آیت 18