Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 173 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 173 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


أَوْ تَقُولُوا إِنَّمَا أَشْرَكَ آبَاؤُنَا مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةً مِنْ بَعْدِهِمْ ۖ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُونَ 173
ترجمه:
یا دا و (نه) وایئ چې بېشكه خبره دا ده چې شرك زمونږ پلرونو كړى و مخكې، او مونږ له هغوى نه وروسته (د هغوى) اولاد وو، ایا ته به مونږ په هغه څه سره هلاكوې چې باطل پرستو كړي دي؟ الاعراف ۷:۱۷۳
تفسیر:
او یا دا دلیل ونه وايې چې بیشکه د دوی پلاران چې وو هغوی دا لوظ مات کړی و نو د الله تعالی سره یې شرک کړی و، او تاسو چې وئ نو د خپلو پلارانو تقلید کوونکی وئ په هغه شرک کې چې تاسو پرې هغوی موندلی وو، نو بیا به داسې وایئ: آیا ته مونږ رانیسې -ای زمونږه ربه- په هغه کار چې کړی و زمونږ پلارانو؛ هغوی چې باطل کړي وو خپل عملونه په شرک کولو سره په الله تعالی باندې نو ته مونږ ته عذاب راکوې؟ نو زمونږ خو هیڅ ګناه نشته؛ ځکه چې مونږ ناخبره و او د خپلو پلارانو تقلید مو کاوه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 172 راتلونکې الاعراف • آیت 174