Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 176 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 176 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَٰكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ ۚ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ۚ ذَٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ 176
ترجمه:
او كه چېرې مونږ غوښتلى (، نو) خامخا به مو هغه په دغو (ایتونو) سره پورته كړى و او لېكن هغه ځمكې ته پوخ مايله شو (هغه ځمكې ته مینه وكړه) او د خپل خواهش پیروي يې شروع كړه، نو د هغه مثال د سپي په شان دى، كه ته په هغه حمله وكړې، (نو هغه) ژبه راوباسي او تیګاه وهي او كه ته يې پرېږدې (بیا هم) ژبه راوباسي او تیګاه وهي، دا د هغو خلقو مثال دى چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ته (دا) قصې بیان كړه، د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي الاعراف ۷:۱۷۶
تفسیر:
او که چیرته مونږ غوښتلی وی فایده ورکول ده ته په دې ایتونو نو خامخا اوچت کړی به وی مونږ ده لره په دې سره داسې چې د نیک عمل توفیق به مو ورکړی و، نو په دنیا او اخرت کې به اوچت شوی و، خو لیکن ده هغه څه اختیار کړل چې شرمیندګۍ ته یې رسوي کله چې ده د دنیا خواهشاتو ته مخه کړه او دنیا یې په خپل اخرت باندې غوره کړه، او تابعداري یې وکړه د هغه باطل چې د ده خواهش غوښته، نو د ده مثال په دنیا پسې د ډير حرص له وجې نه داسې دی لکه د سپي په شان چې همیشه په هر حال کې یې ژبه راویستلي وي، که په ځای ولاړ وي نو هم ژبه راوباسي، او که وشړل شي بیا هم ژبه راوباسي، دا بیان شوی مثال د هغه ګمراه قوم مثال دی چې زمونږ د ایتونو د دروغجن ګڼلو په وجه ګمراه شوي وي، نو ته بیان کړه -ای پیغمبره- قصې په دوې باندې؛ شاید چې دوی به فکر وکړي نو د خپل دروغجن ګڼلو او ګمراهۍ نه به بند شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 175 راتلونکې الاعراف • آیت 177