Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 20 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَٰذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ 20
ترجمه:
نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي۔ او (ورته) ويې ويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه الاعراف ۷:۲۰
تفسیر:
نو ابلیس دې دواړو ته پټه خبره (وسوسه) واچوله؛ د دې لپاره چې ښکاره کړي دې دواړو ته هغه چې پټ شوي د دې دواړو د عورتونو نه، او دې دواړو ته یې وویل: تاسو دواړه الله تعالی د دې ونې له خوراک څخه منع کړي نه یاست مګر د بد ګڼلو د دې وجې نه چې تاسو دواړه شئ ملایکې، او یا د بد ګڼلو د دې وجې نه چې تاسو دواړه په جنت کې د همیشه اوسیدونکو څخه شئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 19 راتلونکې الاعراف • آیت 21