Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 25 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُونَ 25
ترجمه:
(الله) وویل: په همدې (ځمكه) كې به تاسو ژوندون كوئ او په همدې كې به تاسو مرئ او له همدې نه به تاسو راوښكلى كېږئ الاعراف ۷:۲۵
تفسیر:
الله تعالی وویل ادم -علیه السلام- او حواء او د هغوی اولادې ته: په دې ځمکه کې به تاسو ژوندي یاست څومره موده چې الله تعالی تاسو ته مقرر کړې، او په دې کې به تاسو مړه کیږئ او خښیږئ به، او ستاسو د قبرونو نه به بیا تاسو راژوندي کیږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 24 راتلونکې الاعراف • آیت 26