Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 37 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ ۚ أُولَٰئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُمْ مِنَ الْكِتَابِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوا أَيْنَ مَا كُنْتُمْ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ ۖ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا وَشَهِدُوا عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ 37
ترجمه:
نو د هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي؟ دغه كسان دي چې دوى ته به له لیكل شوي (عمر، رزق وغیره) نه خپله برخه ورسېږي، تر دې چې كله دوى ته زمونږ استازي راشي، چې دوى مړه كوي (، نو ورته) وايي به: چېرته دي هغه معبودان چې تاسو به له الله نه غیر بلل؟ هغوى به ووايي: هغه له مونږ نه ورك شول، او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وكړي دا چې بېشكه دوى كافران وو الاعراف ۷:۳۷
تفسیر:
تر هغه چا لوی ظالم نشته چې پر الله درواغ وايي، هغه ته د شريک، نقصان او داسې وینا په نسبت کولو سره چې هغه نه وي کړې، او يا يې هغه لويې نښانې درواغ ګڼي چې د هغه نېغې لارې ته لارښوونکې دي، هغه کسان چې پر دغه څه متصف وي، هغوی په لوح محفوظ کې خپله د خير او شر ليکلې برخه ترلاسه کوي، کله چې د مرګ پرېښته او له نورو پرېښتو يې د روحونو د اخېستلو لپاره مرستندويانې ورته راشي، هغوی به ورته د زورنې په توګه ووايي: چېرې دي هغه معبودان چې له الله پرته مو لمانځل، هغوی را وبولئ ترڅو ګټه درته ورسوي، مشرکان به پرېښتو ته ووايي: پرته له شکه هغه معبودان چې موږ لمانځل را څخه لاړل او پټ شول، نه پوهېږو هغوی چېرې دي او د ځانونو پر خلاف به اقرار وکړي چې هغوی کافران وو، خو دغه وخت اقرار يې د هغوی پر خلاف دليل دی ګټه نه ورته رسوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 36 راتلونکې الاعراف • آیت 38