Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 51 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 51 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ فَالْيَوْمَ نَنْسَاهُمْ كَمَا نَسُوا لِقَاءَ يَوْمِهِمْ هَٰذَا وَمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ 51
ترجمه:
هغه كسان چې خپل دین يې تماشه او لوبه ګرځولى دى او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي، نو نن ورځ به يې مونږ هېر كړو، لكه څنګه چې هغوى د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او هغه چې دوى به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه الاعراف ۷:۵۱
تفسیر:
دا کافران خاص همدوی هغه خلک دي چې ګرځول یې دي دین خپل مسخرې او تماشې، او دوکه کړي دوی لره ژوند دنیوي په خپل ښایست او ډول سره، نو پس د قیامت په ورځ به دوی الله تعالی په اور کې داسې پریږدي په شان د هیر کړی شوي، چې سخت عذاب ورته رسیږي لکه څرنګه چې دوی هیر کړی و ملاقات د قیامت د ورځې نو د هغه لپاره یې عمل نه دی کړی، او نه یې ورته تیاری کړی، او د وجې د انکار د دوی د الله تعالی په دلیلونو او د هغه په معجزاتو او په انکار کولو سره د هغې نه؛ سره د پوهې د دوی نه چې دا حق دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 50 راتلونکې الاعراف • آیت 52