تاسو خپل رب وبلئ په عاجزۍ سره او په پټه سره، بېشكه هغه له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي الاعراف ۷:۵۵ ⧉
تفسیر:
راوبلئ -ای مومنانو- رب خپل په پوره عاجزۍ او تواضع سره په پټه، خالص کړئ هغه لره دعا په داسې حال کې چې ریا کوونکي (ځان ښودونکي) به نه یاست او نه به بل چا لره د هغه سره په دعا کې شریک کوونکي یاست، او ستر تیریدل د حد نه په دعا کې دا دي، د هغه سره د بل چا څخه دعا غوښتل لکه مشرکانو چې به کول.