Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 58 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 58 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ ۖ وَالَّذِي خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا ۚ كَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ 58
ترجمه:
او پاكیزه ښار، د هغې زرغونه د خپل رب په حكم سره راوځي او هغه (ځمكه) چې خرابه (ښوره) وي (د هغې زرغونه) نه راوځي مګر ناقصه، همدارنګه مونږ ایتونه بیا، بیا بیانوو د هغه قوم لپاره چې شكر وباسي الاعراف ۷:۵۸
تفسیر:
او پاکه ځمکه راوباسي خپل بوټي د الله تعالی په حکم سره په پوره او ښایسته راویستلو، او همداسې مومن هم دی د پند خبرې اوري نو فایده پرې حاصلوي، نو په نتیجه کې یې نیک عمل کوي، او ښوره ناکه مالګینه ځمکه نه راوباسي خپلو بوټو لره مګر په سختۍ سره چې هیڅ خیر پکې نه وي، او همداسې کافر هم دی چې د پند او نصیحت نه فایده نه اخلي، نو هغه په نتیجه کې نیک عمل نه کوي چې فایده ورته ورسوي، د دې نا اشنا مختلف بیان په شان مونږ معجزې او دلیلونه د حق د ثبوت لپاره بیانوو د هغه قوم لپاره چې د الله تعالی د نعمتونو شکر وباسي، نو په هغې ناشکري نه کوي، او د خپل رب تابعداري کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 57 راتلونکې الاعراف • آیت 59