او تاسو ته به مالونه او زامن درزیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ولې پیدا كړي نوح ۷۱:۱۲ ⧉
تفسیر:
او زيات مالونه او اودلادونه به درکړي، او باغونه به درته پيداکړي چې مېوې ترې خورئ، او داسې ويالې به درته پيداکړي چې تاسو يې ترې څښئ او کښتونه او څاروي مو پرې خړوبوئ.