Landscape MP4 Vertical MP4

سورت نوح — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

نوح • آیت نمبر 21 (ټولې 28 آيتونه) • پښتو


قَالَ نُوحٌ رَبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِي وَاتَّبَعُوا مَنْ لَمْ يَزِدْهُ مَالُهُ وَوَلَدُهُ إِلَّا خَسَارًا 21
ترجمه:
نوح وویل: اى زما ربه! بېشكه دوى زما نافرماني وكړه، او دوى د هغه چا پیروي وكړه چې دغه (كس) ته د ده مال او د ده اولاد زیاته نه كړه مګر زیانكاري (او تاوان) نوح ۷۱:۲۱
تفسیر:
نوح وويل: اې زما پالونکيه! پرته له شکه زما قوم په هغه څه کې له ما سرغړونه وکړه چې ما ستا يووالي او يوازې ستا لمانځلو ته رابلل، او له هغوی ښکته خلکو يې د خپلو هغو مشرانو پيروي وکړه چې تا پر مال او اولاد نازولي وو، نو ستا پېرزوينې هغوی ته يوازې لارورکي ور زياته کړه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ نوح • آیت 20 راتلونکې نوح • آیت 22